“how the book is to be read?”
“Asalmu alikum dear brother Administrator of this site. I have posted the below pashto text two duplicate times, please delete one of the long message. I am sorry I double clicked it. It's my first time :) Thanks!”
“دادی په همدی هکله چی پاک خدای پخپل کتاب کی ددی کتاب دساتنی لپاره کومی لاری چاری پلی کړی دیو عربی لیکوال عبد الدایم څیړنیز مطلب ژباړی ته ستاسی پام راګرځوم هیله مند یم چی ترپایه به یی ولولۍ اوکه چرته دقران په علومو کی لاس لرۍ اوپدی هکله مو څیړنی کړی وی زمونږ سره دلوۍ غر ویب پاڼی دلاری خپلی څیړنی شریکی کړۍ.- دډیری مودی راهیسی دقران پاک عددی توازن ته زما پام راواوختی دی اوپدی هکله په څیړنو بوخت یم ، داهغه - خدایی ریښتینی کتاب دی چی په دنیا اواخرت کی دخلکو دنیک بختۍ لپاره هڅه کوی او پدی اړه قوانین وضع کوی. نوهمدا لامل دی چی ځنی کلمات اویاهم دهغی متضاد یی په عین شمیره تکراریږی ترڅوپدی توګه لوستونکو اوهمدارنګه کینه کوونکو ته دا ثابته شی چی لاسووهنه پکی ناشونی ده لکه ( ددنیا کلمه( ۱۱۵) ځله په ټول قران کی یاده شوی چی په همدی ترتیب داخرت کلمه هم ( ۱۱۵) ځله ذکرشوی ).- داهغه کتاب دی چی دخیر اوشررمزونو ترمنځ یی هم توازن ساتلی دهمدی وجی پدی مبارک کتاب کی د(الملایکه )کلمه په هغه شمیر راغلی په کوم چی د( الشیطان) کلمه راغلی نوځکه دادواړه کلمی( ۶۸)کرته ذکرشوی چی داپه قرانکریم کی دیو حیرانونکی توازن روښانه کوونکی دی.- همدارنګه په هغه وخت کی چی می دهغه کسانو په اړه چی په ښو اونیکو کارونو امرکوی اودبدو اومنکراتوڅخه مخ نیوی کوی پلټنه کوله نوډیرحیران شوم چی ددی دوه کلمو ترمنځ می عددی توازن وموند(یامرون) کلمه ۷ ځله ذکرشوی لکه څرنګه چی د (ینهون) کلمه په همدی شمیره( ۷) ځله ذکرشوی .- همدارنګه کله چی پاک خدای شک کوونکوته امرکوی چی فرمایی (سیروا) وګرځۍ دخدای دقدرت په دلایلو کی فکروکړۍ اوپایله یی ترلاسه کړی چی ددی کایناتو پیداکوونکی او دقران رالیږونکی یواځی یو خدای دی نودوۍ یی د (سیروا) په کلمه مخاطب کړل چی دادامر کلمه ده خدای پاک دوۍ ماموروی چی په ځمکه کی وګرځی اودده په مخلوقاتوکی فکروکړی کله چی دوۍ داکارونکړ نو بیا یی ورته د (افلم یسیروا) په خطاب سره تاکید وکړ چی دالله لخوا بلنه ده خپلو بندګانو ته چی دخپل وخت یوه برخه دخدای پاک په مخلوقاتوکی په فکرکولو ولګوۍ چی داکارغوره عبادت بلل شوی دی . نوپه همدی وخت کی زه یوعجیب توازن ته متوجه شوم چی د(سیروا) کلمه( ۷) کرته ذکرشوی لکه څرنکه چی د(افلم یسیروا) کلمه( ۷) کرته ذکرشوی دی ژورتوازن ته هم ښه ځیرشۍ او فکرپکی وکړۍ. - داچی قرانکریم دعقلی او منطقی حوارکتاب دی نود نیوکه کوونکو ځنی ویناوی یی هم راخیستی چی بیا یی پری مدلل ردکړی نو د (قالوا) کلمی ته متوجه شوم چی اکثریت دپوښتنی ، اشکال اواستفسارپه توګه استعمالیږی اوباالمقابل د (قل) کلمی ته هم متوجه شوم چی اکثریت پاک خدای پدی توګه خپل خطاب کوی چی څرنګه مشرکینو سره محاوره وکړی نوته به وګوری چی دادواړه کلمی په نفس شمیر سره تکرارشوی ( نودقل کلمه ۲۳۲کرته په ټول قران کی راغلی لکه څرنګه چی دقالوا کلمه ۲۳۲کرته ذکرشوی.)- لکن هغه شی چی مایی په قران کی هیڅکله هم دشتون فکرنه وو کړی هغه دحرفی تعدد توازن دی !!! نوځکه زما پام یوداسی ښایسته عبارت ته واوښت کوم چی دخدای پاک دقدرت خلقت او ابتکاراونعمتونو څخه بیان کوی اکثریت پاک خدای پری داسی پیل کوی:هوالذی خلق....، هوالذی ارسل رسوله.....، هوالذی انزل من السماء ماء....، هوالذی یریکم ایاته....، وهوالذی خلق السموات...، وهوالذی یرسل الریاح...،وهوالذی یرسل الریاح...،وهوالذی مرج البحرین...، همدارنګه داسی نورډیرایاتونه چی دالله تعالی دقدرت علم اوحکمت څخه یادونه کوی چی د (هوالذی) عبارت پکی داسی تکرارشوی چی پاملرنه ځانته رااړوی لکن هغه څه چی دڅیړونکی پام ځانته راجلبوی هغه دادی چی ځنی ددی ایتونو دارنګه (هوالذی ) راغلی او ځنی نوریی بیا واو دځانه سره لری (وهوالذی) داولی؟ایا پدی کی هم کومه معجزه نغښتی اوکه زمونږ دبشردلیکنو په څیر پخپل سر راغلی ؟ هغه څه چی ماپکی ډیر فکرکړی هغه دادی چی څوځله د (هوالذی) اوڅو ځله د (وهوالذی) کلمی په قرانکریم کی تکرارشوی دی نوومی موندله چی د (هوالذی ) کلمه په همغه تعداد تکرارشوی په کوم چی د (وهوالذی ) تکرارشوی اوهغه ددی دواړو کلمو تکرار دی( ۲۸) ځله.داڅه معنی لری؟مخکی لدی چی ځواب یی درکړم غواړم چی ووایم ټول مخکینی ایاتونه دالله سبحانه وتعالی څخه یادونه کوی چی مجموع دایتونو زمونږسره ۲۸+۲۸=۵۶ کیږی چی داټول دالله سبحانه وتعالی څخه بحث کوی لکه چی پدی توګه پاک خدای مونږ ته یو پټ رسالت راکوی : چی ای هغه کسانو چی شک کوی ګویا داقران تحریف شوی ، که چرته کوم کس پدی عبارت یو واو هم زیات کړی وای کوم چی نه په معنی کی کوم دپام وړ تغیر راوستلی شی اونه هم ډیرروښانه حس کیدی شی مګربیابه هم نه وای بریالی شوی ځکه چی موجوده عددی توازن به مختل شوی وای که چرته مو داتسلسل هم نه وی درک کړی خودخدای داقول خوبه مو خامخا درک کړی وی چی فرمایی:(افلا یتدبرون القران ولو کان من عند غیرالله لوجدوفیه اختلافا کثیرا) الایه. ژباړه : ولی دوۍ په پاک کتاب قران کی ژوزفکرنه کوی که چرته دادخدای دلوری نه بلکه دبل چا له لوری وای نو خامخا به دوۍ پدی کی ډیر اختلافات موندلی وای .موخه یواځی دحسابی اوریاضیکی عملیو ثبوت نه بلکه خبره تردی ډیره لویه اومهمه ده اوهغه عبارت دی دپاک خدای اودهغه درالیږلی کتاب دریښتینولۍ دثبوت ددلایلوڅخه ، داکه چرته دغرب پوهان په عربی ژبه نه پوهیږی نوپاک خدای یی دمنطق پداسی ژبه یی پوهوی چی دهغی څخه هیڅ سلیم عقل انکارنشی کولای . داتاسی اوداهم دبیلګی په توګه دپاک کتاب هغه ایتونه چی (هوالذی) پکی پرته دواوه څخه ذکرشوی : 1) هوالذی خلق لکم ما فی الارض جمیعا. 2) هوالذی یصورکم فی الارحام کیف یشاء. 3) هوالذی انزل علیک الکتاب منه ایات محکمات. 4) هوالذی خلقکم من طین ثم قضی اجلا. 5) هوالذی خلقکم من نفس واحده وجعل منها زوجها. 6) هوالذی اید بنصره وباالمومنین. 7) هوالذی ارسل رسوله باالهدی ودین الحق. 8) هوالذی جعل الشمس ضیاءوالقمرنورا. 9) هوالذی یسیرکم فی البروالبحر. 10) هوالذی جعل لکم الیل لتسکنوافیه والنهارمبصرا. 11) هوالذی یریکم البرق خوفا وطمعا. 12) هوالذی انزل من السماء ماء لکم . 13) هوالذی یصل علیکم وملایکته لیخرجکم من الظلمات الی النور. 14) هوالذی جعلکم خلایفا فی الارض. 15) هوالذی یریکم ایاته وینزل لکم من السماء رزقا. 16) هوالذی خلقکم من تراب ثم من نطفه. 17) هوالذی یحی ویمیت. 18) هوالذی انزل السکینه فی قلوب المومنین. 19) هوالذی ارسل رسوله با الهدی ودین الحق. 20) هوالذی خلق السموات والارض فی سته ایام. 21) هوالذی ینزل علی عباده ایات بینات. 22) هوالذی اخرج الذین کفروا. 23) هوالذی ارسل رسوله باالهدی ودین الحق. 24) هوالذی بعث فی الامین رسولامنهم. 25) هوالذی خلقکم فمنکم کافر ومنکم مومن. 26) هوالذی جعل لکم الارض ذلولا فاامشو فی مناکبها. 27) قل هوالذی انشاکم وجعل لکم السمع والابصار والافیده . 28) قل هوالذی ذراکم فی الارض والیه تحشرون. ګرانولوستونکو تاسو به کتلی وی چی پورته ټول ایتونه دالله تعالی اودهغه دکړنو اوپیرزویینو څخه یادونه کوی . راځۍ چی اوس هغه ایتونه ولولو کوم چی د واوسره راغلی (وهوالذی) کوم چی نفس پورته شمیره (۲۸) ایتونه پوره کوی. 1) وهوالذی یتوفکم باالیل ویعلم ما جرحتم باالنهار. 2) وهوالذی الیه تحشرون. 3) وهوالذی خلق السموات والارض باالحق. 4) وهوالذی جعل لکم النجوم لتهتدوا بها فی ظلمات البر والبحر. 5) وهوالذی انشاکم من نفس واحده فمستقر ومستودع. 6) وهوالذی انزل من السماء ماء فاخرجنا به نبات کل شیء. 7) وهوالذی انزل الیکم الکتاب مفصلا. 8) وهوالذی انشاء جنات معروشات وغیر معروشات. 9) وهوالذی جعلکم خلایف الارض. 10) وهوالذی انزل الریاح بشرا بین یدی رحمته. 11) وهوالذی خلق السموات والارض فی سته ایام . 12) وهوالذی مد الارض وجعل فیها رواسی وانهارا. 13) وهوالذی سخرالبحرلتا کلومنه لحما طریا. 14) وهوالذی خلق الیل والنهاروالشمس والقمر. 15) وهوالذی احیاکم ثم یمیتکم ثم یحییکم . 16) وهوالذی انشالکم السمع والابصار والافیده. 17) وهوالذی ذراکم فی البر والیه تحشرون. 18) وهوالذی یحی ویمیت وله اختلاف الیل والنهار. 19) وهوالذی جعل لکم الیل لباسا والنوم سباتا. 20) وهوالذی ارسل الریاح بشرا بین یدی رحمته. 21) وهوالذی مرج البحرین هذا عذب فرات وهذا ملح اجاج. 22) وهوالذی خلق من الماء بشرافجعله نسبا وصهرا. 23) وهوالذی جعل الیل والنهارا خلفه لمن اراد ان یذکر او اراد شکورا. 24) وهوالذی یبدء الخلق ثم یعیده وهواهون علیه. 25) وهوالذی یقبل التوبه عن عباده ویعفوا عن السیات. 26) وهوالذی ینزل الغیث من بعد ما قنطوا وینشررحمته. 27) وهوالذی فی السماء اله وفی الارض اله وهوالحکیم العلیم. 28) وهوالذی کف ایدیهم عنکم وایدیکم عنهم ببطن مکه.http://www.loighar.com/pages/posts/62f642631627646-67e6276a9-63962f62f6cc-62763962c62763248.php دير خوشحاله سوم چه د قران کريم عددي اعجاز می وليدي. او هيح شك نسته چه قران کريم د الله (ج) كلام دي.همداسی نور ديري معجزي سته چه غوارم ستاسو سره يي شريكي كرم.1: د (اوه اسمانونه) جمله اوه واره تکرار سويده. د اسمانونو جورست (خلق السموات) هم اوه حله تکرار سويده.2: ورح او زه هيله لرم چه په اينده كي همدغسي نور په زره پوری معلومات زموز سره شريك كري.Source:http://www.loighar.com/modules/news/comment.php?id=48 Great Quranic webistes:http://www.miraclesofthequran.com/http://www.quranmiracles.com/http://www.theinimitablequran.com/http://www.answering-christianity.com/http://www.ahmed-deedat.co.zahttp://www.irf.net”
“ګرانو لوستونکو تاسی ته دالله تعالی دامبارک سنت بهتره معلوم دی چی دحق اوباطل مبارزه به دقیامت ترورځی پوری جاری وی خوبری به ارومرو دحق په برخه وی دپاک خدای دهمدی سنتو له امله دی چی دپاک پیغمبر دکاریکاتور کښونکی ته یی په همدی دنیا ددوزخ سزا ورکړه . او هغه کسانوته چی دپخوا په څیر یوځل بیا یی پدی وروستیو کی دقران عظیم الشان دتحریفولو اوتوهین کوښښونه ګړندی کړی چی دکویټ دهیواد دکوچنیانو په مدارسو کی د رښتینی فرقان ترنامه لاندی د تحریف شوی کتاب او یاهم په افغانستان کی په دری ژبه دقران خپرول یی دبیلګی په توګه یادولی شوو دپاک خدای څخه دوۍ ته دورته سزا غوښتونکی یو. داچی ددوۍ داهڅی به ځای ونیسی که نه؟ اویاداچی دوۍ به وکړای شی اقلا پدی هکله دمسلمانانو په زړونو کی شک اوتردید پیداکړی ؟ ځواب یی ډیرروښانه دی ، نه هیڅکله نه ځکه پاک خدای پدی اړه مونږ ته پوره ډاډ راکړی چی قران ما رالیږلی او زه به یی ساتنه هم کوم.www.loighar.com”
“ The Qur'an is the Muslim's holy book. It is the word of Allah (God) as told to the prophet Muhammad (Peace be upon him). ”
“The Qur'an is the Muslim's holy book. It is the word of Allah (God) as told to the prophet Muhammad (Peace be upon him). The Qur'an is the word of Allah as it was given, in Arabic. Muslim's believe that it is the most important book in the world. It is not translated except for study, and we learn it in Arabic. The most beautiful book!!”
“Beautifully designed and the transliteration is very clear for those of us who want to check our Arabic reading!”